افغان غږ خبری آژانس - کابل: سیګار په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړ چې پکې ویل شوي چې بهرنۍ وسله والې ډلې د افغانستان په خاوره کې شتون لري.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د دې راپور په اړه غبرګون وښود او ویې ویل چې په افغانستان کې هیڅ بهرنۍ ډله شتون نلري.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د اسلامي امارت ځواکونو په بریالیتوب سره د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې جګړه وکړه، چې د امریکا د اشغال پر مهال یې د افغانستان ځینې سیمې نیولې وې.
هغه په یوه غږیز پیغام کې وویل چې د بهرنیو ډلو پاتې شوني او د اشغال راهیسې د دوی فعالیتونه د افغان امنیتي او استخباراتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي، او دا ډلې په افغانستان کې شتون نلري.
د یادونې وړ ده چې په تیرو څو کلونو کې اسلامي امارت د هیواد په خاوره کې د ترهګرو ډلو د شتون پر وړاندې جدي او هر اړخیزه مبارزه کړې ده.