افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې کام ایر د یکشنبې په ورځ له کابل څخه خوست ته خپله لومړۍ الوتنه پیل کړه.
له دې وروسته، کام ایر به په اونۍ کې دوه ځله د کابل او خوست ترمنځ د مسافرو خدمات ترسره کړي.
خوست ته د الوتنو پیل د خلکو له خوا هرکلی شوی دی.
له بلې خوا، سوداګر وايي چې خوست ته د هوايي کرښې شتون به سوداګري او پرمختګ پراخ کړي.