افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د جوزجان د پولیسو ویاند قاري عبدالستار حلیمي ویلي چې ناڅرګندو وسله والو د اغچې ولسوالۍ په دشت سه ره سیمه کې یو ۲۸ کلن ځوان وژلی او تښتېدلي دي.
هغه زیاته کړه چې پولیس ځواکونه د قتل په اړه څېړنې کوي او د قاتلینو د نیولو لپاره په جدي توګه هڅې کوي. هغه وويل، د وژنې انګېزه لا تر اوسه نه ده معلومه.
د یادونې وړ ده چې دا جنایي پیښه د اسلامي امارت د حکومت له راتګ وروسته رامنځته کیږي، د جرمونو احصایې په ټول هیواد کې، په ځانګړې توګه په جوزجان ولایت کې کمې شوې دي.