افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د هیواد د بهرنیو اسعارو شتمنۍ خوشې کړي ترڅو د پولي ثبات ساتنه وشي، مالي سیستم پیاوړی شي او د افغانستان اقتصاد ثبات ومومي.
وزارت د شنبې په شپه، د فبروري په ۱۳مه، په خپل ایکس اکاونټ کې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې متحده ایالاتو د افغانستان د بهرنیو اسعارو له نهه ملیارد ډالرو څخه ډیرې شتمنۍ کنګل کړې دي.
د اقتصاد وزارت زیاته کړه چې د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنیو کنګل کېدو د هیواد په ملي اقتصاد اغیزه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنیو د تخصیص، استعمال یا لیږد په اړه د امریکا هر ډول اقدام د اسلامي امارت لپاره د منلو وړ نه دی.