افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د دې وزارت سرپرست وزیر نور جلال جلالي د نړیوالو سازمانونو له استازو سره په یوه غونډه کې د روغتیا په برابرولو، د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د خدماتو وړاندې کول، د مور او ماشوم روغتیا خدماتو ته ډیره پاملرنه، د افغان روغتیایی کارمندانو د ظرفیت لوړولو او د روغتیایی خدماتو اغیزمن پلي کولو باندې ټینګار کړی دی.
هغه د دغو ادارو له استازو څخه هم وغوښتل چې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو پروسه په اغیزمنه توګه پلي کړي.
په ورته وخت کې، د دې ادارو چارواکو ډاډ ورکړ چې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ به خلکو ته باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو نشتوالی د خلکو له ستونزو څخه یوه ګڼل کیږي.