دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 306437
په هیواد کې د متشبثینو پروژو پلي کولو لپاره د ادارو ملاتړ کول
د اقتصاد وزارت وايي چې د مالیې او ادارې وزارت مرستیال د ځینو ادارو له چارواکو سره په یوه غونډه کې د خلکو لپاره د کار فرصتونو د رامنځته کولو او د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د متشبثینو پروژو پلي کولو باندې د زیات تمرکز غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د اقتصاد وزارت د مالیې او ادارې مرستیال مولوي محمد عالم جمیل د ځینو ادارو له چارواکو سره په یوه غونډه کې، د خلکو د اړتیاوو سره سم د اقتصادي لومړیتوبونو په پراخه همغږۍ او شریکولو ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې، د اقتصاد مرستیال وزیر، د IMC، SAVE CHILDREN، CRC، او WORLD VISION ادارو د فعالیتونو ستاینه وکړه، او د خلکو لپاره د کار فرصتونو رامینځته کولو او د کورنۍ اقتصاد پیاوړي کولو لپاره یې د متشبثینو پروژو پلي کولو باندې د ډیر تمرکز غوښتنه وکړه.

هغه همدارنګه غوښتنه وکړه چې په مرستندویه پروژو کې د خلکو اساسي اړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه وشي او په ټولو پروژو کې متوازن پرمختګ په پام کې ونیول شي ترڅو خدمات په ټول هیواد کې ټولو اړمنو خلکو او زیان منونکو سیمو ته ورسیږي.
https://avapress.com/vdcipqapyt1au52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته