افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لومړي وزیر د دفتر د رسنیو دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د تنظیم او معاشاتو کمیسیون غونډه د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د هرات، کندهار، جلال آباد، مزار شریف او کندز ښاروالیو کې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د تشکیل او مالي پلان، د پراختیایي پروژو پلي کولو او د ښاري خدماتو وړاندې کولو په اړه هر اړخیز بحث وشو او بیاکتنه وشوه، او پدې برخه کې اړینې پریکړې وشوې.