افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي چې د باران اوبو ذخیره کولو او د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو لپاره، د اوبو د اوو کوچنیو بندونو جوړول پیل شوي دي.
دا د اوبو د بندونو جوړول به د ننګرهار په اچين، ګوشتې، هسکه مېنه، پچيراګام، کامه، مهمندره او بټي کوټ ولسواليو کې ترسره شي.
د ننګرهار د کرنې ریاست په وینا، د دې پروژو پیل لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.