افغان غږ خبری آژانس: د لوګر ولایت د بدني زده کړې او سپورت ریاست مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي چې په دې ولایت کې د فوټسال غوره لیګ سیالۍ د لودین په لوبغالي کې د لسو ټیمونو په ګډون سره پیل شوې دي. په پل علم ښار کې میدان او ټاکل شوې ده چې د یوې میاشتې لپاره دوام وکړي.
لومړۍ لوبه د اتحاد لوګر او سندېز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په کې د اتحاد لوګر لوبډلې خپل سیال ته د ۵:۳ په نمرې سره ماتې ورکړه.
د لوګر ولایت د سپورت ریاست ویلي دي چې د دې سیالیو د ترسره کولو هدف د غوره لوبغاړو پیژندل او د سپورتي فعالیتونو کې د ځوانانو هڅول دي.