: د سوریې رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې احمد الشرع چې د ابو محمد الجولاني په نوم پیژندل کیږي، د سوریې د انتقالي دورې د مشر په توګه، په خپل لومړي رسمي سفر سعودي عربستان ته تللی دی.
عربي رسنیو مخکې اعلان کړی و چې ابو محمد الجولاني به د انتقالي دورې د مشر په توګه په خپل لومړي رسمي سفر ریاض ته سفر وکړي.
تېره پنجشنبه، د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د هغه ولیعهد محمد بن سلمان الجولاني ته د سوریې د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه. له بلې خوا، د جنوري په لومړیو کې د سوریې د نوي بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني د سفر لومړی منزل هم سعودي عربستان و. د جنوري په ۲۴مه، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دمشق ته سفر وکړ او له الشعراء او الشیباني سره یې ولیدل.
الشرع مخکې له ترکي رسنیو سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې د هغه د بهرني سفر لومړی منزل به ترکیه یا سعودي عربستان وي. د شنونکو په وینا، د سعودي عربستان، ترکیې او قطر سره د دمشق د اړیکو پیاوړتیا د الجولاني لپاره خورا مهمه ده، او هغه د سوریې د بیارغونې لپاره د ریاض په سیاسي او اقتصادي ملاتړ حساب کوي.