افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي چې سږکال په افغانستان کې د ماینونو پاکولو او د چاودیدونکو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي لپاره ۲۱.۹ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.
د اوچا د چارو همغږۍ ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې افغانستان لا هم د چاودیدونکو توکو له پلوه د نړۍ یو له ډېرو ککړو هېوادونو څخه دی.
د راپور له مخې، ۳.۳ میلیونه خلک د ماینونو ککړو سیمو څخه د یو کیلومتر څخه لږ واټن کې ژوند کوي.
همدارنګه، هره میاشت په اوسط ډول ۵۵ ملکي وګړي د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو له امله وژل کیږي یا ټپیان کیږي، چې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.
د تمویل غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې ځینې سازمانونه، په شمول د ماین پاکۍ سازمانونه، د متحده ایالاتو د مرستو له ځنډیدو راهیسې ځنډول شوي دي.
مخکې له دې، د ناروې د خلکو د مرستې ادارې اعلان وکړ چې د مرستو د کمښت له امله یې په افغانستان کې د ماین پاکۍ فعالیتونه وځنډول.