دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 306544
د زړه د ناروغیو سره د ۲۸ ماشومانو راجع کول د وړیا درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته
د کابل په روغتونونو کې د زړه د ناروغیو لرونکو ماشومانو د معرفي کولو او وړیا درملنې په دوام، د افغاني سرې میاشتې ټولنې دا ځل ۲۸ ماشومان د کابل په شپږو روغتونونو کې معرفي کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې ټولنې ۲۸ ماشومان چې د زړه په ناروغیو اخته وو د درملنې لپاره د کابل شپږو روغتونونو ته راجع کړي دي.

افغاني سرې میاشتې اداره وايي چې د دې ناروغانو د درملنې او عملیاتو لګښت به د دې ادارې لخوا ورکول کیږي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې تر اوسه پورې په سلګونو د زړه ناروغۍ لرونکي ماشومان د وړیا درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته راجع کړي دي.

د زړه سوری شوی ناروغي یو ډول ناروغي ده چې په هیواد کې ځینې ماشومان ترې رنځ وړي.
https://avapress.com/vdchk-nxk23nvmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته