افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برېښنا ریاست مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د ترکي مارووست شرکت چارواکو د برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر سره ولیدل.
د برېښنا شرکت ویلي چې د غونډې په جریان کې، د ترکي شرکت چارواکو په افغانستان کې د عصري ټیکنالوژۍ په کارولو سره د برېښنا تولید او ویش کې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړه.
د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي عمر له دې شرکت سره د تخنیکي او څېړنیزو همکاریو ډاډ هم ورکړی دی.