دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 306565
افغانستان او ایران د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
په تهران کې د افغانستان سفارت وايي چې د اسلامي امارت سفیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پروتوکول له مشر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: په ایران کې د افغانستان د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په تهران کې د اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو له مشر جواد معبودی‌فر سره وکتل. 

په تهران کې د افغانستان سفارت وايي چې دواړو خواوو کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر وروستی سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې یو مهم پړاو وباله او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د لومړي ځل لپاره کابل ته راغی او د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا په اړه وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
https://avapress.net/vdcaiinem49nwm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته