افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې د "بقا نجات" څخه تر چرخ آب سیمې پورې د ۷ کیلومتره اوږد او ۶۰ متره پلن سړک کې ټولې اسانتیاوې شاملې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې تمه کیږي چې د کابل-لوګر سړک د جوړولو کار به په راتلونکو ۱۷ میاشتو کې بشپړ شي.
د کابل ښاروالۍ وویل، د سړک جوړول به نه یوازې د کابل د جنوبي زون اقتصادي وده پیاوړې کړي، بلکې د هغې په پیاوړتیا کې به هم مهم رول ولوبوي.
د بیان له مخې، د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د مدیریت څانګې انجینران د دې مهم سړک پروژې پرمختګ څارنه کوي.
د کابل-لوګر سړک جوړول یو له هغو مهمو او حیاتي پروژو څخه دی چې د کابل او لوګر ترمنځ به تګ راتګ اسانه کړي.