افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر ویلي چې دا ځمکې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ریاست سره په همغږۍ کې د چمقله په سیمه کې پیژندل شوي دي.
د بغلان د کرنې ریاست د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د بغلان صنعتي پارک د جوړولو لپاره د زر جریبه ځمکې د یوځای کولو اسناد د یو مسؤل پلاوي په شتون کې چمتو شوي او د نورو څېړنو لپاره به مرکز ته واستول شي.
له بلې خوا، د فاریاب ولایت د کرنې ریاست وايي چې د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ، د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې یو زره جریبه ځمکه د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.
دا اقدام په فاریاب ولایت کې د اقتصادي ودې، د صنعت ملاتړ او د کار فرصتونو رامینځته کولو په لور یو مهم ګام دی.
د فاریاب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي جان مراد وقار وویل چې تر پوښتنې لاندې ځمکه د میمنې - اندخوی په لویه لاره کې موقعیت لري او د مختلفو ادارو د استازو د پلاوي لخوا تایید شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د دې پلان هدف د پانګونې او د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د مناسب چاپیریال رامینځته کول دي.
تر دې مخکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره زرګونه جریبه ځمکه مشخص شوې وه.