افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هیواد د فزیکي زده کړې او سپورت عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي چې د هیواد په لویدیځ زون کې د سوک وهنې سیالیو اووم پړاو، د هېواد د سوک وهنې ملي فدراسیون به د هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونو د ۲۴ لوبغاړو ترمنځ د یوې ورځې لپاره سیالي وکړي.
په دې سیالیو کې، د ځوانانو او لویانو د عمر ګروپونو لوبغاړو یو له بل سره سیالي وکړه، او د ۲۴ لوبغاړو له ډلې څخه، ۱۲ یې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او اتلولي یې ترلاسه کړه او لومړی مقام یې خپل کړ.
دا سیالۍ د نیمروز ولایت د فزیکي زده کړې او سپورت ریاست په همکارۍ د لوبغاړو ترمنځ د سوک وهنې د لوبې د ودې او پراختیا او د غوره شخصیتونو د پیژندلو په هدف ترسره شوې، او په پای کې غوره لوبغاړو ته جایزې ورکړل شوې.