افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې څانګې د پرانستلو په مراسمو کې د ننګرهار د عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف وویل چې د روغتون د زېږنتون په څانګه کې د فستولا ناروغانو لپاره یو ځانګړی کور پرانستل شو.
هغه زیاته کړه چې د فستولا د عملیاتو په برخه کې، په کابل کې روزل شوي اته روغتیايي کارکوونکي اوس په ختیځ زون کې د فستولا عملیات پیل کړي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس د انسټیټیوټ د همکارۍ ستاینه وکړه او دا یې د ختیځ زون د خلکو لپاره یو ښه پرمختګ وباله.
فستولا د مور یوه ناروغي ده چې په ځینو میندو کې د زیږون پرمهال پیښیږي او د دوی د ادرار کنټرول له لاسه ورکوي.