دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 306650
د فراه له بندخوني څخه ۵۰ بندیان خوشې شول
د فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو د اسلامي امارت د رهبر په امر د یاد ولایت له بندخوني څخه د ۵۰ بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د امارت د مشر د فرمان پر بنسټ د دې ولایت له بندخونو څخه ۵۰ بندیان خوشې شوي دي.

ویل کیږي چې په خوشې شویو بندیانو کې ۲ ښځې او ۴۸ نارینه شامل دي.

چارواکو زیاته کړه چې د دې فرمان پر بنسټ، د ۴۵ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د رهبر په امر سلګونه بندیان د هیواد له بندخونو څخه خوشې شوي دي.
https://avapress.com/vdcftvdmxw6dxva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته