افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې ددي وزارت د مسلکي چارو مرستیال مولوي زر محمد حقاني د دې مراسمو په ترڅ کې وویل: د هیواد له ګوټ ګوټ څخه ۱۵۰ زره او ۱۸۰ غوښتونکو د سږ کال د حج لپاره نوم لیکنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د حج او اوقافو وزارت په دې وروستیو کې په هیواد کې د حج غوښتونکو لپاره د نوم لیکنې پروسه پیل کړې وه.