افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د وزارت د مشرتابه غونډه د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ جوړه شوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې په دې غونډه کې د ځینو متعصبو رسنیو له خوا د بې اساسه اوازو او غلطو معلوماتو د خپرولو په اړه بحث وشو.
د وزارت په وینا، په غونډه کې له ټولو خواوو څخه وغوښتل شول چې د خبرونو په راپور ورکولو کې د ژورنالیستیکي اخلاقو او رسنیو معیارونو ته غاړه کیږدي او داسې څه خپاره نه کړي چې د ملي او نړیوالو رسنیو معیارونو سره په ټکر کې وي.