افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان کړی چې د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې ۲۹۷۰۷ جریبه ځمکه او د کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې ۶۰۸۴ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه.
د عدلیې وزارت پرون هم اعلان وکړ چې د کندز ولایت په امام صاحب او قلعه زال ولسوالیو کې له پنځو زرو جریبه څخه زیاته ځمکه د دولت ملکیت ته ورګډه شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته، په هیواد کې د ځمکو د غصب لپاره جدي هڅې شوي دي.