افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د لښکرګاه هوايي ډګر یو معیاري رن وی لري چې د کوچنیو او لویو الوتکو د الوتنې او ناستې وړتیا لري.
د یادونې وړ ده چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مخکې له دې د هیواد ځینې هوایی ډګرونه د مسافرینو لپاره د غوره خدماتو وړاندې کولو په هدف سمبال کړي وو.