افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې دا سرپناه د څلورو میاشتو په موده کې د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر په همکارۍ جوړ شوي دي.
د لغمان د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست زیاتوي چې د هر سرپناه په جوړولو یې ۴۲۰۰ ډالر لګولي دي.
په همدې حال کې د لغمان ولایت مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل د راستنیدونکو کډوالو لپاره د دې سرپناهونو د جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او هغوی ته یې د هغه ولایت د سیمه ییزې ادارې د هڅو ډاډ ورکړ چې د راستنیدونکو کډوالو لپاره به ډیرې اسانتیاوې رامنځته کړي.