افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې په دې غونډه کې مولوي مهاجر فراهي د کتاب ارزونې کمیسیون فعالیتونه وڅېړل.
د کمیسیون غړو د یو شمېر کتابونو په اړه هم خپل نظرونه شریک کړل، او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د خپرولو اجازه ورکړل شوه.
د غونډې په پای کې، د کمیسیون غړو ته هغه کتابونه ورکړل شول چې د ارزونې لپاره لیږل شوي وو، ترڅو دوی وکولی شي خپل راپور راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
پخوا به د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا د کتاب ارزونې کمیسیون منظمې غونډې جوړېدې او د هغو کتابونو د راټولولو پریکړې به کېدې چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره په ټکر کې وې.