دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 306732
د بامیان والي په دې ولایت کې له ۹۰۰ څخه زیاتو معلولینو او یتیمانو ته مرستې وویشلې
د بامیان د والي استازي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مولوي عبدالله سرحدي مرستې د دې ولایت له ۹۰۰ څخه زیاتو معلولینو او یتیمانو کورنیو ته ووېشلې.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د والي مولوي عبدالله سرحدي لخوا په ۹۵۰ معلولیت لرونکو او یتیمانو کورنیو باندې خوراکي توکي وویشل شول.
 
په دې مرستو کې د اوړو ۵۰ کیلوګرامه کڅوړه او ۵ لیتره غوړي شامل وو، چې د بامیان ولایت په ۹۵۰ کورنیو او د شهیدانو او یتیمانو کورنیو ته وویشل شول.
 
د بامیان د والي استازي حاجي محمد خان غازي وویل چې د بامیان سیمه ییزه اداره هڅه کوي چې دا مرستې اړمنو، د شهیدانو کورنیو، معلولینو او یتیمانو ته وویشي، چې د ټولنې تر ټولو اړمنې برخې دي، او دا پروسه د خوراکي توکو د مرستې وېش به دوام ومومي.
https://avapress.com/vdcgw39wxak9zu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته