دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۲۱:۱۱
د مطلب کود : 306771
په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو دوه کان کیندونکي ووژل شول
د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان د نړېدو له امله دوه کارګران وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان د نړېدو له امله دوه کان کیندونکي مړه او یو بل ټپي شوی دی. هغه وويل چې دا پېښه د شکول شيخا په سيمه کې د ډبرو سکرو له کان څخه د استخراج پر مهال رامنځته شوه.
 
هغه زیاته کړه: امنیتي ځواکونه او اړوند چارواکي د وضعیت د کنټرول او اړینو څېړنو لپاره سیمې ته واستول شول.
 
د یادونې وړ ده چې د سمنګان ولایت د ډبرو سکرو کانونه د کان کیندونکو لپاره په هیواد کې ترټولو خطرناک کانونه دي او کله ناکله خلک وژني.
 
څو کارګران مخکې له دې د کان د نړېدو له امله ووژل شول.
https://avapress.com/vdcjametvuqeyaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته