دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۲۳:۲۲
د مطلب کود : 306775
د پنجشیر زمرد نږدې دوه زره قیراطه وپلورل شول
د پنجشیر ولایت چارواکي وايي چې په یوه لیلام کې، د ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۱،۹۱۰ قیراط زمرد په ۱۶۴،۶۰۰ ډالرو وپلورل شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر د کانونو او پټرولیم ریاست اعلان وکړ چې د دې ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۱،۹۱۰ قیراط زمرد یې په ۱۶۴،۶۰۰ ډالرو پلورلي دي.
 
د پنجشیر د کانونو رییس محمد قاسم امیري وايي چې د زمرد دا اندازه نن (سه شنبه، د دلوي ۱۶مه) کورنیو سوداګرو ته وپلورل شوه.
 
د زمرد دا اندازه په تیرو دوو اونیو کې د پنجشیر د لومړۍ ولسوالۍ له کانونو څخه استخراج شوې ده.
 
د یادونې وړ ده چې په تیرو دریو کلونو کې، د پنجشیر د زمرد کانونو محصولات له ۳۳ ځله څخه ډیر د لیلامونو له لارې پلورل شوي دي.
https://avapress.com/vdcd590skyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته