افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د حج او لوی اختر د ورځو په نږدې کېدو سره، په دایکندي ولایت کې د حج د غوښتونکو لپاره پچه اچونه ترسره شوي او ۱۵۸ کسان مکې ته د تګ لپاره غوره شوي دي.
ویل کیږي چې د دایکندي ولایت څخه له ۴۰۰ څخه زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې له دې جملې څخه ۱۵۸ تنه یې د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار کې د خاتم النبیین (ص) په لوی جومات کې د پچه اچونه په مراسمو کې غوره شول.