افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د مطبوعاتي او عامه اړیکو دفتر د معلوماتو له مخې، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مدیریت په دفتر کې د سوالګرو د راټولولو کمیسیون غونډه جوړه شوه.
دا غونډه د اسلامي امارت د رهبر د (۴۸۹) فرمان پر بنسټ د سوال کولو د مخنیوي او مستحقینو د ملاتړ په موخه ترسره شوه.
د راپور له مخې، د حج او اوقافو وزارت، د سرې میاشتې ټولنې، د کار او ټولنیزو چارو، ښاروالۍ او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو ریاست استازو په دې غونډه کې ګډون درلود. د ترسره شویو څېړنو له مخې، یو شمېر هغه کسان چې مخکې د بامیان ولایت د مرکز له مختلفو سیمو څخه د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو لخوا پیژندل شوي او راجستر شوي وو، د پورته ذکر شوي کمیسیون لخوا د لومړنۍ ارزونې وروسته، (۶) وړ کسان د سرې میاشتې محترمې ادارې ته د مرستې ترلاسه کولو لپاره معرفي شول.