دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 306833
ګاونډي هېوادونه باید د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د وزارت سرپرست په کابل کې د جاپان له سفیر سره ولیدل او له ګاونډیو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي. په همدې حال کې د جاپان سفیر ډاډ ورکړ چې له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره وکتل.
 
په افغانستان کې د جاپان سفیر وویل چې د دسمبر راهیسې، جاپان له ایران او پاکستان څخه راستنیدونکو کډوالو ته د لنډمهاله استوګنې، روغتیا، تعلیم او اساسي اړتیاوو لپاره افغانستان ته ۱.۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
 
د جاپان سفیر یادونه وکړه چې جاپان لا دمخه افغانستان ته د روغتیا، تعلیم، مخدره توکو سره د مبارزې، بدیل معیشت، د اوبو مدیریت او د اقلیم بدلون لپاره ۲۷.۵ ملیون ډالر بشري مرستې چمتو کړې دي.
 
هغه ټینګار وکړ چې جاپان غواړي په افغانستان کې ثبات راولي او په دې برخه کې د اسلامي امارت همکاري مهمه ګڼي.
 
په همدې حال کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر هیله څرګنده کړه چې دا ډول غونډې به د اسلامي امارت او جاپان ترمنځ اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
 
هغه د جاپان د بشري مرستو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې بشري مرستې باید سیاسي رنګ ونه لري، هغه زیاته کړه چې ګاونډي هیوادونه باید د افغان کډوالو جبري اخراج ودروي او اجازه ورکړي چې په خپله خوښه هیواد ته راستانه شي.
 
مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې راستنیدونکي افغان کډوال او داخلي بې ځایه شوي بشري مرستو ته اړتیا لري او له اړوندو مرستندویه ادارو یې وغوښتل چې د دوی سره د مرستې لپاره کار وکړي.
 
هغه په ​​پای کې وویل چې باید د افغان کډوالو او بې ځایه شویو کسانو د بیرته خپل هیواد ته د راستنیدو او هغوی ته د ژوند کولو اړین چاپیریال برابرولو لپاره هڅې وشي.
https://avapress.com/vdcipqappt1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته