افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه، د دلوی ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ولایتي کډوالو مشر مولوي غلام رحمان بلال د یاد شوي روغتیايي مرکز په اړه خبر ورکړی دی.
د لغمان والي شیخ شیر احمد حقاني هم خبرې وکړې او د دې ادارې د همکارۍ او ملاتړ او د کډوالو ریاست د هڅو ستاینه یې وکړه چې په ولایت کې د بې ځایه شویو او راستنیدونکو کورنیو د روغتیا ستونزو ته رسیدګي کوي.