افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې دا احصایې وړاندې کړې او ویلي یې دي: په دې خدماتو کې روغتیایی معاینات، د دې ناروغۍ څخه د رنځیدونکو ماشومانو لپاره د درملو او خوارځواکۍ محصولاتو ویش، د ټپیانو درملنه، د ښځو او ماشومانو واکسین کول، او د کورنۍ پلان جوړونې په اړه د روغتیا مشورې چمتو کول شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مخکې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې زرګونو خلکو ته د روغتیایی خدماتو د وړاندې کولو اعلان کړی و.
د یادونې وړ ده چې د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د معیاري روغتیايي مرکزونو نشتوالی یو له هغو ستونزو څخه دی چې خلک ورسره مخ دي.