افغان غږ خبری آژانس - کابل: د شرنې ښار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې دا پروژې، چې پکې د لسګونو مارکیټونو، دوو سړکونو او جوماتونو جوړول شامل دي، د شرنې ښار لپاره د نوي تصویب شوي پروګرام پر بنسټ پیل شوي دي.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د شرنه ښار لپاره یو نوی مفصل، اصلاحي او پراختیایي پلان تصویب شوی، چې پکې د ۲۱۶ بازارونو، ۸ ثانوي سړکونو، جوماتونو، تشنابونو، د فاضله اوبو معیاري سیسټم او د اړینو اسانتیاوو رامینځته کول شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۱۴۰۳ کال کې د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه پرمختیايي او زیربنايي پروژې منظورې شوې دي.