دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 309579
د هیواد په ۶ ولایتونو کې د ۲۰۰۰ یتیمانو او معلولینو ترمنځ د روژې د مبارکې میاشتې د بستو ویش
د شهیدانو او معلولینو وزارت وايي چې د وزارت او یوې خیریه موسسې ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک پر بنسټ، د هیواد په شپږو ولایتونو کې ۲۰۰۰ یتیمانو، بې سرپرسته ښځو او معلولینو ته د روژې د میاشتې بستې وویشل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د شهیدانو او معلولینو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د وزارت او زید ایف ای خیریه موسسې ترمنځ د تفاهم لیک لاسلیک شوی دی.

د دې تفاهم لیک پر بنسټ، د روژې د مرستو کڅوړې، چې پنځه خوراکي توکي پکې شامل دي، به په کابل، کندهار، هلمند، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې ۲۰۰۰ یتیمانو، کونډو او معلولینو ته وویشل شي.

د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د دې تفاهم لیک ټول ارزښت ۱۰۱،۴۷۰ ډالر دی.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو وزارت مخکې له دې د خیریه موسسو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي وو چې موخه یې بې سرپرسته میرمنو او یتیمو ماشومانو ته د مرستې چمتو کول وو.
https://avapress.com/vdciy3ap3t1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته