افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کراچۍ کې د اسلامي امارت جنرال قونسل مولوي سید عبدالجبار تخاري وايي چې د دې قونسلګرۍ د هڅو په پایله کې، ۱۲ افغانان د سند ایالت له مختلفو زندانونو څخه خوشې او هیواد ته راستانه شوي دي.
د ښاغلي تخاري په وینا، په تیرو دریو میاشتو کې د سند ایالت له زندانونو څخه ۶۴ افغانان خوشې شوي دي، چې دوه ښځې او اووه ماشومان هم پکې شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې په لسګونو افغان بندیان مخکې له پاکستاني زندانونو څخه خوشې شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.
د پاکستان حکومت هغه افغان کډوال بندیان کوي چې د استوګنې اسناد نلري، چې د نړیوال قانون خلاف دي.