افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، د حوت ۸مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د دې وزارت د سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د کابل ښاروالۍ، د ترافیکو عمومي ریاست، د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، مالیې، ترانسپورت وزارتونو او د فرمانونو او احکامو د څارنې عمومي ریاست استازو په ګډون یوه غونډه وشوه. غونډه د کابل ښار د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو او د موټرو د تم ځایونو د جوړولو لپاره جوړه شوه.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا غونډه د لومړي وزیر د دفتر د فرمان پر بنسټ جوړه شوه چې په کابل کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمولو، د موټرو لپاره منظم تمځایونو جوړولو او خلکو ته اسانتیاوې برابرولو لپاره وه.
د شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ یوه کمیټه به په موجوده ودانیو کې د پارکینګ ځایونو د جوړولو قانوني، تخنیکي او اقتصادي ارزونه ترسره کړي او بشپړ راپور به د لومړي وزیر دفتر سره شریک کړي.
په دې غونډه کې، د کمېټې مشر د لومړي وزیر د دفتر پریکړه د کمېټې غړو ته تشریح کړه او د کابل ښاروالۍ څخه یې وغوښتل چې په دې اړه نور وضاحت ورکړي.
د مختلفو دلایلو او نظرونو وروسته، د کابل ښاروالۍ ته امر وشو چې د کابل ښار په ټولو (۲۲) ناحیو کې هغه موجوده ودانۍ وپیژني او وړاندې کړي چې قانوني پارکینګ نلري یا د جوازونو پراساس د پارکینګ ځایونه جوړ کړي مګر په بل ډول کارول کیږي.
د ښاري پراختیا او کور جوړونې سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل چې په راتلونکې غونډه کې د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته به یو جامع راپور چمتو او د لومړي وزیر دفتر ته به وړاندې شي.
د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت هڅې پیل کړې دي چې په کابل او نورو ښارونو کې منظم ترانسپورتي لارې جوړې کړي، له سړکونو څخه خنډونه لرې کړي او ښاریانو ته ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.