افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې په کابل او بادغیس کې یې ۵۰۵۸ اړمنو، بې ځایه شویو او راستنیدونکو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ویشلي دي.
د وزارت د اعلان له مخې، د کابل ښار په یوولسمه او پنځلسمه ناحیو کې ۲۴۲۶ مستحقو کورنیو ۲۹۰۰ افغانۍ د خوراکي توکو بسته سره یوځای ترلاسه کړې دي. همدارنګه، د کابل په دریمه، نولسمه، شلمه او یوویشتمه ناحیو کې ۲۴۶۲ نورو کورنیو ورته مرستې ترلاسه کړې دي.
په بادغیس ولایت کې، ۱۷۰ اغیزمنو، بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د کډوالو د ولایتي ادارې لخوا د پیژندلو وروسته نغدي مرسته ورکړل شوې ده. دغو کورنیو د کډوالو چارو وزارت د همکار بنسټ څخه د ۱۳،۲۷۶ افغانیو څلورم قسط ترلاسه کړی دی.
دا اقدام د زیان منونکو کورنیو د ملاتړ او د هغوی د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره اخیستل شوی دی.