دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 309613
په نیمروز او فراه کې زرګونو اړمنو او معلولینو ته د مرستو ویش
د شهیدانو او معلولینو وزارت وايي چې د نیمروز او فراه ولایتونو کې د وزارت د همکارو ادارو په مالي ملاتړ ۱۵۰۰ یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو مرسته ویشل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د شهیدانو او معلولینو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، د حوت ۱۸مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې په کې په نیمروز او فراه ولایتونو کې یتیمانو، کونډو او مستحقو کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستې ویش اعلان شوی دی.
 
وزارت وايي چې د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه موسسې سره په همغږۍ ۴۰۰ یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ویشلي دي ترڅو د روژې په مبارکه میاشت کې مستحقو خلکو ته ورسیږي.
 
په یوه بله خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه موسسې سره په همغږۍ کې، ۱۱۰۰ مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو مرسته ویشلې ده.
 
د یادونې وړ ده چې د هیواد اتباعو په وار وار دا مرسته لنډمهاله بللې او ویلي یې دي چې اړمنو کسانو ته باید دایمي کاري فرصتونه برابر شي.
https://avapress.com/vdchzwnxx23nv-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته