دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 309621
د فراه د سړک د رڼا کولو پروژه د ۶ ملیون افغانیو څخه زیاتو لګښت سره بشپړه شوه
د هېواد د ښاروالیو عمومي ریاست وايي چې د فراه ولایت په مرکز کې د سړک د رڼا کولو پروژه د څه باندې ۶ ملیون افغانیو په لګښت پلي او بشپړه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هیواد د ښاروالیو عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، د حوت  ۱۸مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې پدې پروژه کې د فراه ښار په ۲۲ سړکونو کې د ترافیکي څراغونو بیارغونه شامله ده.
 
دا پروژه د فراه ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د ۶.۳ ملیون افغانیو په لګښت په دوو میاشتو کې بشپړه شوه.
 
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د دې پروژې بشپړیدل به د فراه ښار ښکلا زیاته کړي.
 
د یادونې وړ ده چې په دې ولایت کې پخوا د فراه ښاروالۍ لخوا پراختیایي پروژې پلي شوې وې.
https://avapress.com/vdcgxy9wqak9z34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته