دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 309676
په پنجشیر کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو بستې وېشل کېږي
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پنجشیر ولایت په مرکز بازارک کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د اوړو، غوړیو، وريجو، بورې او لوبیا په ګډون د خوراکي توکو کڅوړې ووېشلې. دا اقدام د زیانمنونکو او مستحقو کورنیو سره د مرستې لپاره ترسره شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې د پنجشیر ولایت په مرکز بازارک کې یې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ویشلي دي.

د دې سازمان مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې په دې مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې، بوره او لوبیا شامل دي.

تر دې مخکې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې اړمنو کورنیو ته خواړه ویشلي وو.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې په میلیونونو خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
https://avapress.com/vdcguy9w3ak9z34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته