افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د فرضي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اوربند ډاډمن کول د دې غونډې یو بل هدف دی.
په دې غونډه کې به د افغانستان او پاکستان د حکومتونو استازي ګډون ونلري.
د یادونې وړ ده چې دوه اونۍ وړاندې د هیواد د امنیتي ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ د تاوتریخوالي له امله، د دواړو هیوادونو ترمنځ تر ټولو مهمه لاره د اسلام آباد لخوا وتړل شوه.
تر اوسه پورې، د دواړو هېوادونو چارواکو د دې لارې د بیا پرانیستلو لپاره څو ځله غونډې کړې دي، خو بې له کومې پایلې پای ته رسېدلي دي.