افغان غږ خبری آژانس: د اولمپیک، فزیکي زده کړو او سپورت عمومي ریاست په غزني ولایت کې د "رمضان جام" تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو پیل اعلان کړ. دا سیالۍ د ۱۲ ټیمونو ترمنځ د غزني ولایت د سپورت ریاست په جمنازیم کې د دریو اونیو په موده کې پیل شوې.
د دې رياست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د "رمضان جام" په نوم د واليبال سيالۍ د واليبال فدراسيون او د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورت رياست په همکارۍ پيل شوې دي.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې، د خواجه علي صاحب او اتحاد الوداني لوبډلو د یو بل په وړاندې سیالي وکړه. په پای کې، د خواجه علي صاحب ټیم خپل سیال ته ۲-۱ ماتې ورکړه او بریا یې ترلاسه کړه.
تر دې مخکې د بدني زده کړو عمومي ریاست په ځینو نورو ولایتونو کې هم د "رمضان جام" تر سرلیک لاندې د والیبال سیالۍ پیل کړې وې.