افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې دا بند ۲۰۰ متره اوږد، ۲۸ متره پلن او له ۶ مترو څخه ډیر لوړ دی او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له بودیجې څخه د پنځو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د کرنې وزارت سږ کال په ځینو ولایتونو کې د اوبو د مدیریت په هدف د کوچنیو بندونو د جوړولو لسګونه پروژې پلي کړې دي.