افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې په فراه ولایت کې د وروستیو سیلابونو او طوفانونو له امله اغیزمنو شویو ۱۱۶۰ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ویش اعلان کړ.
د دې ادارې د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اړینو څېړنو وروسته، د دې ادارې د مشر په لارښوونه، د بکواه ولسوالۍ کې زیانمنو کورنیو ته اړینې مرستې وویشل شوې.
د دې راپور له مخې، ۱۰۶۰ کورنۍ چې کورونه یې لږ زیانمن شوي وو، درې کمپلې، ۲۵ کیلو وریجې او ۱۰ صابون وویشل شوې. همدارنګه، ۱۰۰ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو، هر یو ته یوه خیمه، ۵۰ کیلو وریجې، ۳ کمپلې او ۱۰ صابون ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې په فراه ولایت کې وروستیو سختو سیلابونو او طوفانونو د دې سیمې خلکو ته د پام وړ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.