افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، دحوت ۱۹مه) اعلان وکړ چې د پکتیکا ولایت د ښاري پراختیا او کور جوړونې رییس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وویل چې د وزارت د اصلاحاتو او تفصيلي پلان له امله د شاوخوا ۶ ملیون ډالرو پانګونې لپاره اساس برابر شوی دی.
مولوي سیف الجهاد زیاته کړه چې پخوانۍ پلان د اړینو معیاري ښاري اسانتیاوو د رامنځته کولو ظرفیت نه درلود، او له همدې امله یې د ولایتي ادارې او د شرن ښاروالۍ په همکارۍ هڅې پیل کړې ترڅو یو نوی پراختیایي او اصلاحي پلان چمتو او تصویب کړي. د هغه په وينا، دا پلان کولی شي د خلکو اړتیاوې او غوښتنې پوره کړي او یو معیاري ښار جوړ کړي.
د معلوماتو له مخې، په تصویب شوي مفصل او بیاکتل شوي پراختیایي پلان کې (۲۱۶) مارکیټونه، (۸) ثانوي سړکونه، جوماتونه، ښاري تشنابونه، د اوبو زیرمې، د فاضله اوبو معیاري سیسټم، او نور اړین ښاري اسانتیاوې شاملې دي.
ځايي پانګوالو ډاډ ورکړی چې د نوي پلان له تصویب سره به دوی خپلې پیسې د خپل ښار د پراختیا او پرمختګ لپاره وکاروي.
د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت په هیواد کې د پلانونو پر بنسټ د سیستماتیک او مؤثره پانګونې لپاره فرصتونه برابروي او د غیر پلان شوي پرمختګ مخه نیسي.