- کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالۍ د لعلپورې کمپ کې یې د تورخم څخه ۳۰۰۰ بې ځایه شویو کسانو ته خوراکي توکي ویشلي دي.
د تورخم په پوله کې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو او پاکستاني سرتیرو ترمنځ نښتو زرګونه خلک بې ځایه کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د تورخم پولې له تړل کېدو څخه څه باندې دوه اونۍ تېرې شوې دي او نن د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو سوداګر به د سوداګریزې لارې د بیا پرانیستلو لپاره غونډه وکړي.