دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۸:۲۱
د مطلب کود : 309751
په غزني کې د څه باندې ۱۳ ملیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو کار پیل شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې په غزني ولایت کې د څه باندې ۱۳ ملیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو کار پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په فیض آباد او سکندر خیلو کلیو کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو کار د څه باندې ۱۳ ملیون افغانیو په لګښت پیل شو.
 
په بیان کې ویل شوي چې په دې شبکو کې د دوو کانکریټي اوبو زیرمو جوړول چې د ۲۰ متر مکعب ظرفیت لري، د ۲۹۱ اوبو نلونو نصبول، د لمریزې انرژۍ تختې او چلونکي پایپونه شامل دي.
 
ویل کیږي چې د دې شبکو د جوړولو په جریان کې به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د دوی په بشپړیدو سره به په دې کلیو کې ۴۷۴ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
https://avapress.com/vdcamone649nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته