افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې نن (دوشنبه، د حوت ۲۰مه) د هیواد په ۲۴ ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو سره یوځای د قوي بادونو اټکل شوی دی.
د دې راپور له مخې، د هرات، ارزګان، غور، بادغیس، فاریاب، بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان، دایکندي، غزني، خوست، پکتیا، میدان وردګ، لوګر، پروان، پنجشیر، کاپیسا، لغمان، کنړ، نورستان، بغلان، بدخشان او تخار ولایتونه، د سالنګ په ګډون، د دې ناوړه هوا شرایطو سره مخ دي.
د یادونې وړ ده چې د هوا پېژندنې ادارې مخکې له دې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د درنې واورې او باران د احتمال خبرداری ورکړی و.