دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 309785
په غور کې ترافیکي پېښه ځلورو کسانو ته مرګ ژږبله اړولې ده
د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د غور د پولیسو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې دا پیښه د فیروزکوه ښار په "پوز لیچ" سیمه کې رامنځته شوې او د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دې پېښې لامل د موټرسایکل سپرو بې احتیاطي بلل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د هیواد په ځینو ولایتونو کې، په ځانګړې توګه د کابل-کندهار په لویه لاره کې، ترافیکي پیښو ګڼ شمیر مرګ ژوبله اړولې وه.
https://avapress.com/vdch6wnxm23nvqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته